برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان له پاکستان څخه ملګرو ملتونو ته شکایت

آریانانیوز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې «عادله راز» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان شکایت کړی
عادله راز د روانې لمریزي میاشتې په ۵ نېټه په یوه لیک کې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې لېږلی، لیکلي، چې پاکستاني ځواکونه په دې وروستیو کې د افغانستان د پولو حدود مات کړي او په کنړ ولایت باندې یې توغندي ویشتلي
په یاد لیک کې یاده شوې، چې افغانستان په مکرر ډول له پاکستان څخه د راکټي حملو د بندولو او د افغانستان حدودو ته د پاملرنې غوښتنه کړې؛ خو پاکستاني لوري دې غوښتنې ته هیڅ پام نه دی کړی
یاده دې وي، چې کابل حکومت وروسته له هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان شکایت وروړي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو د کنړ ولایت په شیلتن ولسوالۍ باندې ۷۰۰ راکټونه وار کړل، چې په ځینو ځایونو کې یې خلګو ته مالي زیانونه واړول
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان له خپلې خاورې افغانستان په نښه کوي، تر دې وړاندې هم کرښې ته نږدي ولایتونه د پاکستان تر راکټي بریدونو لاندې راغلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي