برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

نوروز د نړیوالې سولې پیغام راوړونکی

آریانانیوز: ملګروملتونو کښې د افغانستان دائمی استازی میرمن عادله راز (Adela Raz) د یوی مرکی په ترځ کښې د نړۍ او د سیمې لپاره د نوروز اختر پیغام سوله ،امنیت او ثبات وباله.


هغې وویل نوروز دنوی کال پیلیدل دی په دې هیله چې په نړۍ او افغانستان کښې له سولې او صمیمیت څخه ډک کال ووسی .
عادله راز هیله وکړه چې له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې له مخکې څخه زیاتې پراخې شی .
دافغانستان دغه ډیپلوماټې ډاګینه کړه نن سبا په داسې شرایطو کښې یوو چې سیمه او نړۍ له بل هر وخت څخه زیات سولې ، امنیت او ثبات ته ضرورت لری .
نوروز د ملګروملتونو په زده کړې ، علمی او کلتوری موسسې یونیسکو(The United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization) کښې ثبت شوی او د ملګروملتونو د عمومی ټولنې پریکړه لیک دغه ورځ په رسمیت پیژندلی ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي