برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل – روژې او د خوراکي توکو لوړو قیمتونه

د کابل ښار اوسېدونکي وايي د روژې په رانږدې کېدو سره د خوراکي توکو لوړو قیمتونو اندېښمن کړي دي.


د کابل ښار یو تن اوسېدونکی حمدالله وايي، د خوراکي توکو په برخه کې د شل افغانۍ قیمت لرونکی شي په قیمت کې هم پنځه یا اوه افغانۍ لوړوالی راغلی دی.
هغه د مثال په ډول وايي د ملايي یو قوطی تر څو ورځې وړاندې پورې په شل افغانۍ و، خو د روژې په رانږدې کېدو یو ناڅاپه پنځه ویشت افغانۍ ته رسېدلی دی.
د کابل ښار یو تن دوکاندار حاجي عبدالروف وايي ډالر ناڅاپي لوړ او قیمتي هم یو ناڅاپه را منځته شوه، دوی مجبور دي چې ګټه وکړي.
هغه وايي ټر څو ورځې وړاندې پورې د غوړیو یو ډبی په ۱۱۱۰ افغانۍ ده پخپل خرڅاوه، خو تازه يې پخپله همدا ډبی په ۱۱۲۰ اخیستی، چې په وینا يې‎ په ۱۱۳۰ یا ۱۱۵۰ افغانۍ يې باید خرڅ کړي.
حاجي عبدالروف وايي د خورما یو قوطی یې وړاندې تر دې په ۶۵ افغانۍ خرڅاوه، خو د خپل دوکان د سودا اخیستو لپاره يې تېره ورځ همدا یو قوطی په ۷۰ افغانۍ اخیستی چې دی يې باید په ۷۵ افغانۍ خرڅ کړي.
دا په داسې حال کې دی چې په نوره نړۍ کې د روژې د مبارکې میاشتې په راتګ سره د خوراکي توکو په قیمت کې د پام وړ کمښت راځي، خو دلته هر کال د روژې په را نږدې کېدو قیمتونه لوړېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي