برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل ته د هلمند د سولې کاروان رسیدل

له هلمنده د سولې را خوځېدلى کاروان له ٣٧ ورځني پلي مزل وروسته نن سهار کابل ښار ته را ورسېد.


دغه کاروان لومړى له اتو کسانو پيل شوى و، کابل ته له را رسېدو سره يې شمېر لسګونو کسانو ته رسېدلی دی.
دوى په داسې حال کې کابل ښار ته را ورسېدل چې له ځان سره يې د سولې شعارونه لېږدول او د سولې په پلوۍ يې شعارونه هم ورکول.
د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ورته کلک امنيتي تدابير نيول شوي او د ښار په ځینو برخو کې یې خلک هرکلي ته راوتلي دي.
دغه کاروان به د يو شمېر ښاريانو او مينه والو په بدرګه د کابل ښار عيدګاه ته ځي او هلته به وروستۍ غونډه جوړوي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې دغه د سولې کاروان وروسته له هغه حرکت پيل کړ چې کله د مارچ په ٢٤مه د لښکرګاه په ايوب خان لوبغالي کې ځانمرګى بريد وشو او د ماشومانو په ګډون په کې ١٦ کسان ووژل شول او ٣٣ نور ټپيان شول.
د دغه بې ساري حرکت په ملاتړ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پرلت خېمې ووهل شوې او په ملاتړ يې لاريونونه وشول.
د اختر له لمانځه وروسته ولسمشر غني په خپل پيغام کې له کابل ښاريانو غوښتنه وکړه چې کابل ته د هلمند د سولې کاروان په را رسېدو سره تود هرکلى وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي