برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په نيمروز کې دغه درېيم ځل لپاره د ودونو ډله ييزواده مراسم

د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د دوو خيريه بنسټونو په مرسته د۴۰ جوړو ډله ييز واده مراسم ترسره شول.



د واده په دغو مراسمو کې چې د زرنج ښار د يوه هوټل په تالار کې ترسره شول، د نيمروز والي، يو شمېر ځايي چارواکو او د دغو جوړو خپلوانو ګډون درلود.
فقير احمد چې په دې مراسمو کې يې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې د ودونو دغه مراسم د حبيب يار او انار دره خيريه بنستونو په مرسته ترسره شول.
نوموړي زياته کړه چې په دغو مراسمو کې، پر ۳۰۰ مېلمنو سربېره چې زوج د ۶۰ کسانو ګډون حق درلود، هغوی ته د ۱۰۰زره افغانيو په ارزښت نغدې پيسې او جهيز ورکړل شوی او پر يادو مراسمو ټولې سل زره امريکايي ډالر لګېدلي دي.
د نيمروز والي انجنير محمد سميع وويل چې د ودونو ډله ييزو مراسمو ترسره کول، ښه او نېک کار دی او زياته يې کړه چې د اسلامي اصولو او ارزښتونو له مخې، بايد د اصراف او ډېرو لګښتونو مخه ونيول شي.
د نيمروز ولايت د استيناف محکمو مشر هم د يادو مراسمو ترسره کېدو ستاينه وکړه او هغه يې يو ښه کار او اسلامي عمل وباله، د ودونو په اړه د نافذه نوو قوانينو په اړه يې معلومات ورکړل او د ډېرو لګښتونو د مخنيوي په اړه يې ارزښتمن وبلل.
د نيمروز د ولايتي شورا غړي حاجي مسعود حکيمي د خپلو خبرو پر مهال له نورو ملي سوداګرو هم وغوښتل چې په دغه کار کې ونډه واخلي.
د يادونې ده، په نيمروز کې دغه درېيم ځل دی چې د ودونو ډله ييز مراسم ترسره کیږي.
د زلمي په نوم يو کس چې نن يې د واده مراسم ترسره شول، پژواک ته وويل، دوه کاله کېږي چې کوژده يې کړې او د واده پيسې يې نه درلودلې.
نوموړي د حبيب له خيريه بنسټ څخه د مننې تر څنګ، له نورو ملي سوداګرو وغوښتل چې په دې برخه کې دې له ځوانانو سره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي