برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په روغتونونو کې د اکسیجن کموالي ستونزه لا هم حل شوې نه ده

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په پلازمېنه کابل کې د کووېډ نولس ناروغۍ په روغتونونو کې د اکسیجن د کموالي په اړه د نیوکو سربېره، لاهم ځينې روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.
د کابل په لوېدیځ کې د علي جناح روغتون کې ځينې ناروغ لرونکي وايی چې د ورځې په کمه اندازه اکسیجن هغه روغتون ته رسېږي چې د ناروغانو اړتیا پرې نه پوره کېږي
یوه له دغو ناروغ لرونکو عزیزه ده. هغه وايي د خپلې مور د پالنې لپاره چې په علي جناح روغتون کې بستر ده؛ له دایکندي کابل ته راغلې ده:«اکسیجن کم رسېږي. له دې ځای چې څومره ناروغان ځي د اکسیجن د کموالي له امله ځي. موږ د اکسیجن د ترلاسه کولو لپاره جنګ کوو. له جنګ کولو سره مو د زړه وینې وخوړلې. هر ځل چې ځم اکسیجن واخلم راباندې شوک راځي؛ ناروغه کېږم. د خپلې مور پالنې ته راغلې یم خو زما وضعیت ډېر خراب دی
نذیر چې پلار یې په علي جناح روغتون کې بستر دی هغه هم په دغه روغتون کې د اکسیجن له کموالي شکایت لري:«خلک مري. اکسیجن نه رسېږي. که چېرې ورسېږي هغه هم کم وي. یوه ورځ نږدې وه چې مور مې د اکسیجن د کموالي له امله مړه شي
د دغو ټولو نیوکو سربېره د دغه روغتون مسوولان څه نه وايي
د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن له درېیو تولید کوونکو شرکتونو سره تړول لاسلیک کړی دی. دا شرکتونه باید په ورځ کې څل۴۵۰ ډبې غاز دغه روغتون ته راوړي؛ خو د علي جناح د روغتون ځينې کارکوونکي او ډاکټران وایي چې دغه روغتون ته د ورځې شاوخوا ۱۵۰ ډبې اکسیجن لېږدول کېږي
د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیاله معصومه جعفري وايي:«هغه ستونزه چې په دې برخه کې شتون لري، روغتونونو ته د اکسیجن په لېږد کې ځنډ دی. د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن له تولیدونکو شرکتونو څخه هیله کوي چې اکسیجن په خپل وخت روغتونونو ته ورسوي
د کوویډ نولس ډېری ناروغۍ اکسیجن ته اړتیا لري، خو اوس مهال افغان جاپان او علي جناح روغتونونه او ډېری خصوصي روغتونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې تر اوسه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله څه باندې اووه سوه تنه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي