برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په روان کال کې له جرمني څخه ۱۴۸ افغان کډوال ايستل شوی دی

کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل وويل، دغه کسان چې ډېرى يې ځوانان دي کابل ته په يوه الوتکه رالېږل شوي دي.


هغه زياته کړه، په روان زېـږديز کال کې جرمني ١٤٨ تنه هغه افغان کډوال ايستلي چې په نا قانونه توګه دغه هېواد ته تللي وو.
مياخېل وويل چې په افغا نستان کې نا امنيو او خراب حالت ته په کتو دې بهرني هېوادونه د افغان کډوالو له ايستلو ډډه وکړي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې له ترکيې څخه هم لسګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته رالېږل شوي دي.

شریک یي کړئ!