برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ټرمپ ته یې د شجاعت مډال ورکونکی سړی ووژل شو

دیو راپور په اساس، د طالبانو ډلې اعلان وکړ: هغه کس چې د امریکا ولسمشر« ډونالډ ټرمپ » ته یې مډال ور وړی و په چاودنه کې وژل شوی. د ترلاسه شوی راپور سره سم، دغه کس« حاجی ګل نبی » نومیږی، چې له یو اربکی قوماندان سره یی یو ځای جوړ شوی مډال، په کابل کې د امریکا سفارت ته ور وړی و.


په لوګر کې یو قومی مشر« فرهاد اکبری » کابو څلور نیمې میاشتې مخکې ویلی وو، چې د یوې جرګې په ترڅ کې چې نږدی ۳۰۰ کسان په کې ګډون کړی وو، پرېکړه وشوه چې ولسمشر ټرمپ ته، د پاکستان پر وړاندې د هغه د سخت دریځ په خاطر، د سرو زرو مدال ورکړل شی.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه مډال د غونډې د ګډونوالو له خوا
د ۶۴۴ ډالرو په ارزښت جوړ شوئ، او په کې لیکل شوی ؤو چې د شجاعت دغه مډال د افغان خلکو له خوا، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر« ډونالډ ټرمپ » ته وړاندې کیږی.
د ښاغلی اکبری په وینا، ولسمشر ټرمپ ته دغه مډال په دې خاطر ورکول کیږی، چی له ۱۶ ؤ کلونو راهیسې د افغان ولس د ورته څرګندونو په انتظار کې وو، چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان پر وړاندې وکړې.
د لوګر ولایت د پولیسو قوماندانۍ ویاند« شاهپور احمدی » هم، د چاودنی له کبله د حاجی ګل نبی وژل کیدا تائیدوی.
نږدی څلور میاشتی وړاندی، د افغانستان د لوګر ولایت یو شمیر اوسیدونکو، د مډال په ډالۍ کولو سره، د پاکستان په وړاندی د ډونالډ ټرمپ له سیاستونو څخه هرکلئ وکړ.
ټرمپ؛ پخپله نوې ستراتژۍ کی« پاکستان » د ټروریزم د مرکز په نامه بللئ ؤ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي