برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هیواد کې له هرو ۱۰روږدو کسانو د يو کس درملنه کیږي

د عامې روغتيا وزارت هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر زياتېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو سره وايي چې اوسمهال د امکاناتو د کموالي له امله له هرو ۱۰ روږدو کسانو څخه د يو کس درملنه کېږي.



مشرانو جرګې نن خپلې غونډې ته له نشه يي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه د سپيناوي لپاره له نشه يي توکو سره د مبارزې او عامې روغتيا وزيران، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال او د کابل امنيې قوماندان ور بللي وو.
د مشرانو جرګې د عامه هوساينې کمېسيون مشر نثار احمد حارث وويل چې په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيلې ډېرېدل، قاچاق او کارول د اندېښنې وړ دي او مسوولو بنسټونو له دې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې سم عمل نه دی کړی.
نوموړي د بېلګې په توګه په کابل کې د نشه يي توکو کاروونکو وضعيت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په کابل کې د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي او دغه کسان په ډېر بد وضعيت کې قرار لري.
د کابل د خلکو استازي فرهاد سخي هم د پلازمېنې د پوليسو حوزو ځينې امران ا و سرتېري له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پر بې کفايتۍ تورن کړل او ويې ويل چې په پلازمېنه کې د نشه يي توکو ازاد پلورل او کارول ډېر د اندېښنې وړ دي.
نوموړي زياته کړه:”په بادام باغ، پل سوخته، حضوري چمن، کابل سيند او د کابل ښار په نورو سيمو کې د روږدو کسانو خورېدل د مسوولو ادارو د کمزورتيا ښودنه کوي او بايد مسوول چارواکي په دې اړه ځواب ووايي. ”
د کابل امنيې قوماندان پاسول محمد داوود امين وويل چې د کار له پيل څخه يې کابو دوه مياشتې تېرېږي، خو بياهم د کابل پوليس په دې وخت کې توانېدلي چې د نشه يي توکو د قاچاق او ساتنې په تور ۲۴۲کسان ونيسي.
نوموړي وويل چې د پلازمېنې پوليس، په تېرو دوو مياشتو کې د مسوولو ارګانونو په همکارۍ ۱۳۵۵پرنشه يي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي او هوډ لري چې په دې برخه کې په لا ډېر جديت سره عمل وکړي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي د سناتورانو د اندېښنو په ځواب کې وويل:”نشه يي توکي يوه ملي ستونزه ده او حل يې د ټولو ادارو همغږۍ ته اړتيا لري. ”
خو نوموړې زياته کړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت، د يوه پاليسي جوړونکي ارګان په توګه چې اجرايي قوه نه لري او بوديجه يې کمه ده، د نورو ارګانونو له همکارۍ پرته له دغې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن ګام نه شي پورته کولی.
د مېرمن عظيمي په وينا، په روان کال کې په هېواد کې د ترياکو د کرکيلې کچه ډېره شوې او د ۲۴ ولايتونو له ۱۷۰ډېرو ولسواليو ۳۲۸هکتاره ځمکه د ترياکو کرکيلې ته بېله کړای شوې ده.
وزيرې وويل چې د نا امنۍ او نشه يي توکو لپاره د نړيوالې تقاضا ډېرېدل، هغه مهم لاملونه دي چې له امله يې په هېواد کې د ترياکو کرکېله ډېره شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ وزارت مرستيال احمد جان نعيم وويل چې اټکل کېږي په هېواد کې کابو ۳.۵ميليون کسان پر يوډول نه يوډول په نشه يي توکو روږدي دي.
خو د نوموړي په وينا،سره له دې چې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ډېر لوړ دی، خو د هغوی د درملنې ظرفيت ډېر کم دی او اوسمهال له هرو لسو روږدو کسانو څخه يو تن درملنه کېږي، ددې امکان هم شته چې دغه کسان بېرته نشه يي توکو ته مخه کړي.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال خبرداری ورکړ، څو چې په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيله، توليد او قاچاق کنټرول نه شي او خلکو ته د کار زمينه برابره نه شي، په هېواد کې د نشه يي توکو کړکېچ به کنټرول نه شي.
افغانستان په نړۍ کې د ترياکو تر ټولو ستر توليدونکی هېواد ګڼل کېږي. د افغان حکومت او ملګرو ملتونو له جرايمو سره د مبارزې ادارې د ګډ راپور له مخې،په تېر ۱۳۹۶ کال کې په هېواد کې د نشه يي توکو د توليد کچه د ۱۳۹۵ کال په پرتله ۸۷سلنه ډېره شوې.
اټکل شوی چې په ۱۳۹۶ کال کې، په هېواد کې ۹زره ټنه نشه يي توکي توليد شوي وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي