برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې يو ميليون په نشه ايزو موادو روږدي، ښځې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي اعلان وکړ چې په افغانستان کې له ۵ تر ۸ میلیونو پورې په نشه يي توکو روږدي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیالې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو له خبري څانګې سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان له ۵ څخه تر ۸ میلیونو پورې وګړي په نشه یي توکو روږدي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي دې ته په اشارې سره چې په دغو کسانو کې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي، ټینګار وکړ چې بې وزلي او د درملنې لارو چارو ته نه لاسرسی د افغانستان د خلکو په منځ کې په نشه يي موادو د روږدو اصلي عوامل دي.

هغه څرګنده کړه چې د معتادینو یوه لویه ډله ښځینه غالۍ اوبدونکي دي ځکه چې غالۍ اوبدونکي د لږ خوب کولو او د دې تکراري کار له ستړیا او ستومانۍ څخه د خلاصون لپاره نشه یي توکو ته مخه کوي.

هغه زیاته کړه: نارینه هم تریاک د محرک په توګه کاروي تر څو د دوی بدن د اوږدې کاري ورځې په وړاندې مقاومت وکړي او په دې توګه دوی په تدریجي ډول په نشه یي موادو معتاد شي.

د د ځانګړي استازي په وینا، د درملو کمشت د دودیزو درملنو لپاره د نشه يي موادو په ځانګړي ډول تریاک د کارونې یو بل لامل دی چې په پایله کې په روږدي کیدو بدلیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي