برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ شهریور , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سولې په پروسه کې د دولت د دریځ لپاره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د رئیسانو ملاتړ

آریانانیوز: د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو له ولسمشر غني سره په کتنه کې وویل چې ملي شورا د سولې په پروسه کې د حکومت له دریځ څخه په کلکه ملاتړ کوي...


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ولسي جرګې له رییس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار سره په جلا جلا ډول وکتل.

په دې غونډو کې ، دوی د دولت او ملي شورا تر منځ د لا همغږۍ، د سولې په پروسه کې د ملي شورا د رول او موقعیت ، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ملي شورا بشپړ ملاتړ ، او د سکتوري وزارتونو او ملي شورا ترمنځ د همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې وکړې.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې رئیسانو له ملي شورا سره د حکومت د همغږۍ د زیاتولو لپاره د ولسمشر د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې ملي شورا د سولې په پروسه کې د حکومت له دریځ څخه په کلکه ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي