برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هنر د افغانستان په سیاسي بازار کې خپل ارزښت له لاسه ورکوي

آریانانیوز: یو افغان نوښتګر ځوان چې غوښتل یې د هنر له لارې د نړۍ په کچه د افغانستان مقام لوړ کړي وايي، هېڅوک یې اثارو ته ارزښت نه ورکوي ان حکومتي چارواکو ورسره عاطفه نه ده ښودلې.


عزیز نسیمي افغان ځوان دی چې ۱۹ کاله پخوا په عربستان کې زېږېدلی دی، نوموړي د ماشومتوب دوره هلته تېره کړې او تر څلورم صنف پورې یې زده کړې هم په سعودي عربستان کې ترسره کړې او شاوخوا څلور کاله مخکې په افغانانو باندې د شاهي دولت تر یو شمېر محدودیتونو وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راغی.
له دغه ښایسته ځوان سره له دې چې ډېر کلونه یې له هېواده بهر تېر کړي خو له هېواد سره مینې مجبور کړی چې د دغه هېواد د نوم لوړولو لپاره کار وکړي.
نوموړی چې اوس د پوهنې وزارت اړوند په سواد حیاتي ښوونځي کې زده کړې کوي، په عربي او انګليسي ژبو هم پوهېږي.
نسیمي د هنري اثارو پر جوړولو سربېره د افغانستان د ملي او سياسي شخصیتونو څېرې او د یو شمېر اغېزمنو بهرنیو کسانو انځورونه هم جوړ کړي دي.
هغه د دغو شخصیتونو له څېرې سره له دې چې سخت کار دی، په څو ورځو کې د دري ژبې د مشهورو شاعرانو لکه مولانا جلال الدین محمد بلخي او نورو له شعرونو سره په ثلث لیک سره انځوروي.
هغه چې د مناسب کارځای د نه شتون له امله خپل هنري کارونه په کور کې ترسره کوي، په دې اړه چې کار یې څه ډول او له کوم ځایه پيل کړ؟ پژواک خبري اژانس ته وویل: ((لس کلن وم چې له دې کارونو سره مې مینه پيدا شوه، کله چې افغانستان ته راغلم او ومې کتل چې زموږ په ټولنه کې هر څوک غواړي یو نوښت ولري، هر څوک له بل چا بېل کار وکړي، یعنې د هنرمندانو تر منځ سالمه سیالي موجوده وه ما هم پرېکړه وکړه چې داسې یو کار ترسره کړم چې په افغانستان کې یې نور نه شي ترسره کولای.))
نوموړي زیاته کړه چې ۹ کلن نه و چې په سعودي عربستان کې یې ژوند درلود، دغه کار ته متوجه شو چې کولای شي د قران کریم له ایتونو څخه په استفاده د انسان څېره رسم کړي.
هغه زیاته کړه: ((لومړۍ یې دغه کار د قران کریم په ایتونو ترسره کاوه خو د ځينو دیني عالمانو په خبره دغه کار ګناه درلوده نو وروسته یې پرېکړه وکړه چې اثار د شعرونو په واسطه جوړ کړي.))
نسیمي چې په تور رنګه توش قلم د یو چارواکي په تابلو جوړولو بوخت و، وویل، له داسې اثارو سره مینه یې چې یو پیغام ولري، کمه ده نو ځکه هڅه کوي چې د لویانو څېرې انځور کړي.
هغه روښانه کړه چې تر اوسه تر ۳۰ ډېر اثار لري چې په ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالرشید دوستم، سرور دانش، ډاکتر عبدالله عبدالله، احمدشاه مسعود او د ځینو بهرنیو هېوادونو د مشرانو تر څنګ په افغان ملي شخصیتونو پورې اړه لري.
نوموړی وايي چې ډېر زیار یې د ولسمشر د انځور پر جوړولو کړی او له هغه یې د ګیلې په ډول وویل: ((کله مې چې د ولسمشر غني انځور ورته ډالۍ کړ، لږ تر لږه مې د یو ستاینلیک هیله درلوده او فکر مې کاوه چې ولسمشر ته تر رسېدو وروسته به مې ژوند بدلون وکړي خو ولسمشر یوازې له ما څخه مننه وکړه.))
نوموړي په ډاګه کړه چې د ولسمشر انځور یې د وطن ستاینې پر یو شعر رسم کړی و.
دغه راز هغه وویل، د ولسمشر د پاملرنې جذبولو لپاره مې هغه شعر چې د ولسمشر په انځور کې ځای پر ځای شوی و، هغه ته وسپاره، خو اغېز یې نه دی کړی.
د دغه ځوان په باور، په افغانستان کې د سیاست بازار ګرم دی او هنر ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
هغه وویل: ((یوه تابلو د زړه په وینو لیکم او کله یې چې چا ته ورښکاره کوم په بې تفاوتۍ وايي، یو انځور دی، دا نو څه شی دی.))
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه مې د کابل په څو نندارتونونو کې خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي خو دا چې هر اثر په یو شخص پورې اړه لري، هغه یې ډالۍ کړي دي.
غزیز نسیمي زیاته کړه، نوموړی سره له دې یو خطاط او هنرمند دی، په افغانستان کې د ((افغان نوښتګرو ځوانانو کمېټې)) د هنري برخې مسوول هم دی.
هغه چې په افغانستان کې کار کول ډېر ستونزمن بولي زیاته کړه: ((کله مې چې په وړیا توګه زده کوونکو ته د دغه هنر زده کړه ورکوله، سیالانو مې غوښتل ماته زهر راکړي، یوه ورځ چې ډېر ستړی شوی وم یو ګیلاس چای یې راته راووړ، ومې کتل چې چای غوړ دی، په ژبه مې وڅکه، د همدې څښاک له امله مې د شپې له خوا نفس تنګي راته پیدا شوه، کله چې یوه خصوصي روغتون ته ولاړم ځواب یې راکړ خو کله چې د استقلال دولتي روغتون ته راغلم، ډاکترانو ویل ښه ده چې هغه چای دې نه دی څښلی؛ ځکه په هغو کې زهر موجود وو.))
هغه د هنري اثارو پر جوړېدو برسېره له ځان سره نوې مفکورې لري خو څوک ورته پاملرنه نه کوي.
نوموړي زیاته کړه: ((په افغانستان کې زموږ ملاتړ نه کېږي، موږ ځوانانو له ځان سره پرېکړه کړې چې په هر ډول وي خپل اثار او اختراعات نړیوال کړو څو له دې لارې د افغانانو له لاسه وتلی باور بیا ځلي ترلاسه کړو.))

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي