برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نږدې ۶۰۰ ټاکنیز مرکزونه تړلي دي

هشدار؛ خبري بنسټ د خپلو پلټنو په پایله کې وايي چې په نهو ولایتونو کې نږدې ۶۰۰ ټاکنیز مرکزونه بشپړ تړلي دي.


د دې خبري بنسټ د راپور پر اساس په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان او څو نورو ولایتونو کې نږدې ۶۰۰ مرکزونه بشپړ تړلي او ګڼ نور له ګواښونو سره مخ دي.

د سرچينې په وینا تر ګواښ لاندې نهوو ولایتونو کې د ټولو مرکزونو شمېر ۱۸۸۸ ته رسېږي، چې ۵۹۲ يې بشپړ تړلي دي.
دغه راپور يې علت ناامني په ګوته کوي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې ټاکنیز مرکزونه تړلي او ګواښلي دي.
دا په داسې حال کې دی چې د ټاکنو لپاره یوازې څلور میاشتې وخت پاتې دی، چې باید نوم لیکنه بشپړه او د ټاکنو لپاره ټولې چارې ترسره شوې واوسي.
څو ورځې وړاندې د ټاکنو کمیسیون وویل چې په پنځو ولایتونو کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې ستونزه خو پر ځای پاتې ده، حتی یوه نوماند هم خپل نومو نه دی ثبت کړی.
د ټاکنو کمیسیون د تېر لمریز کال په وږي میاشت کې ویلي و، چې په ټول هېواد کې يې د رایې ورکولو لپاره ۷۳۵۵ مرکزونه ټاکلي چې له ډلې يې د ۸۰۰ مرکزونو اړوند ارزیابي نه ده شوې.
ټاکل شوې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د تلې میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي