برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مجیب الرحمن د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې واخیستل شو

آریانانیوز: د افغانستان ملي لوبډلې ځوان تکړه سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې د بریزبین هیټ لوبډلې لخوا واخیستل شو.



۱۷ کلن مجیب الرحمن درېیم افغان لوبغاړی شو چې د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې له لوبیږي، له دې وړاندې راشد خان د ایډلیډ سټرایکرز او محمد نبي د میلبورن رینګیډز لوبډلو لخوا اخیستل شوي و.
د بریزبین هیټ لوبډلې په خپله انسټګرام پاڼه دغه خبر خپور کړی، او زیاته کړې یې ده چې دوی د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ځوان لوبغاړي مجیب الرحمن سره تړون لاسلیک کړ.
د استرالیا بیګ بیش لیګ سیالۍ کې ټولې اته لوبډلې ګډون کوي، چې د روان ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پېل او د راتلونکې ۲۰۱۹م کال د فرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه پای ته رسیږي.
یاده دې وي چې مجیب الرحمن اوسمهال په افغانستان غوره لیګ کې د ننګرهار لیپرډز لوبډلې برخه ده، نوموړی د نړۍ په سترو لیګونو (هند پریمیئر لیګ، بنګلدیش پریمیئر لیګ، لس اوریزو لیګ) او داسې نورو داخلي لیګونو کې لوبېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي