برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۶ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

رابرټس سمیت: زه په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژلو ویاړم

آریانانیوز: په افغانستان کې په وژلو تورن استرالیايي عسکر ویلي چې موږ هیڅ غلط کار نه دی کړی او نه به بښنه وغواړو.


د استرالیا د هوايي ځواک غړی او د عالي پوځي مدالونه خاوند بن رابرټس سمیت ویلي دي چې په افغانستان کې په خپلو کارونو ویاړي.

سمېت، یو اسټرالیایي تجربه کار مسلکي پوځي چې د یوې فدرالي محکمې له خوا د څلورو افغان ملکي وګړو په وژلو مجرم وپېژندل شو، د محکمې پرېکړه ناسمه وبلله.

رابرټس سمیت زیاته کړه: موږ هیڅ غلط کار نه دی کړی، نو بخښنه نه غواړو …

سمېت له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۲ کال پورې د استرالیا په هوايي ځواک کې دنده ترسره کړې.

د جون په لومړۍ نېټه د استرالیا د فدرالي محکمې یوه قاضي د ځینو ورځپاڼو د دې ادعا په اړه چې ګواکې دغه استرالیايي سرتېری په افغانستان کې د ملکي وګړو په وژنه کې لاس درلود، وویل چې په دغو ورځپاڼو کې خپاره شوي راپورونه رښتیا دي.

په همدې حال کې برتانوي پوځیان هم په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د ۵۰ افغان بندیانو او ملکي وګړو په وژلو تورن دي.

تېر کال د برتانیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د برتانوي پوځیانو د غیر قانوني وژنې د ادعاوو په اړه خپلواکه څېړنه پیل کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي