برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده: استرالیا هڅه کوي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو جنګي جنایتونه پټ کړي

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وايي: استرالیا هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل جنګي جنایتونه کم اهمیته وګڼي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه بیان کې ویلي: دا خورا روښانه ده چې په شنه وچه کې واکمن تشکیلات په افغانستان کې د استرالیايي پوځیانو د جنګي جنایتونو د پټولو لپاره تر خپله وسه هڅه کوي، یوه موضوع چې د هغې په نظر خورا ناراحت کوونکی ده .

ماریا زاخارووا وویل: استرالیا هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل جنګي جنایتونه بې ارزښته وګڼي او د استرالیا چارواکي هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو جنګي جنایتونه پټ کړي. هغه زیاته کړه چې همدا لامل دی چې د استرالیا پخوانۍ کابینې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

په همدې حال کې د استرالیا پوځ له څلورو کلونو څېړنو وروسته تایید کړه چې په افغانستان کې مېشتو استرالیايي ځواکونو په اروزګان ولایت کې لږ تر لږه ۳۹ افغان ملکیان او بندیان وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي