برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

قیصاري ددوستم ځواکونوپه مرسته په تېښته بریالی شوی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس نظام الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ځواکونو پر مټ له مزارشریف ښار څخه د جوزجان مرکز شبرغان ښار ته رسېدلی دی
که څه هم د بلخ امنیتي چارواکي وايي، نشي تاییدولی، چې قیصاري تښتېدلی خو خپله قیصاري له رسنیو سره په تلېفوني اړیکه کې ویلي، چې ژوندی دی او په یوه بل ځای کې خوندي اوسېږي
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې د قیصاري پر ضد عملیات پای ته رسېدلي، خو دا نه شي تاییدولی، چې هغه په تېښته بریالی شوی که نه
نوموړي زیاته کړه، چې قیصاري پر ضد عملیاتو کې د هغه ۲۰ ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتي
خو ځینې سرچینې وايي، په دغه عملیاتو کې درې امنیتي سرتېري او دوه ولسي وګړي هم ټپیان شوي او دغه راز ځینې کورونو ته مالي زیان هم اوښتی دی
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، که څه هم د قیصاري ضد عملیات په سیمه کې پای ته رسېدلي خو امنیتي ځواکونه به نن هم هغه سیمه له سره تلاشي کړي، چې قیصاري په کې اوسېده
د بلخ امنیتي چارواکي دا هم وايي، چې د قیصاري ۳۰ ساتونکي یې نیولي، خو ویل کېږي له قیصاري سره تر ۲۰۰ پورې وسله والو و، چې د نورو په اړه یې تر اوسه معلومات نشته
خو خپله قیصاري له رسنیو سره په تلېفوني خبرو کې ویلي، چې د خپلې کورنۍ له غړو او وسله والو سره یو ځای په یوه بل کور کې خوندي اوسېږي
نظام الدین قیصاري ویلي، له حکومت سره خبرو ته چمتو دی خو که چېرته امنیتي ځواکونه جګړې ته دوام ورکړي، نو تر مرګه به یې پر وړاندې وجنګېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي