برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

غور کې د ټاکنو له نوملړه د یو نوماند لېرې کېدو په سر غبرګون

آریانانیوز: پرون سهار د غور ولایت سلګونه اوسېدونکي د ولسي جرګې د ټاکنو له‌پاره د نوماندانو له‌ نوملړه د عطا‌محمد دهقان‌پور نوم لېرې کولو په غبرګون کې د والي دفتر مخې ته د اعتراض په توګه سره راټول شوي‌وو.


معترضانو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسوولان په بې‌عدالتۍ او سلیقوي چلن تورن کړل.
د ښاغلي دهقان‌پور پلویانو خبرداری ورکړ، که د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د نوموړي نوم د ولسي جرګې د ټاکنو له‌پاره د نوماندانو په نوملړ کې ونه نیسي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د کابل ـ غور لویه لاره به وتړي.
د غور ولایتي شورا مرستیال معاون‌احمد هم غونډه کې د ګډون ترڅنګ د ولسي جرګې ټاکنو له‌پاره د نوماندانو له نوملړه د ښاغلي دهقان‌پور نوم لېرې کول ناعادلانه پرېکړه بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي