برخه -څانګه : video -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

ویډیو/ په افغانستان کې د لوږې څخه د خلاصون لپاره د نجونو پلورل

دانلود ویدیو

آریانانیوز: د غوري د یوې ۵۶ کلنې ښځې دردونکې کیسه چې د بې وزلۍ له امله یې خپل دوه لمسیان پلوري.

د غوري اوسېدونکې ۵۶ کلنه بي بي رخشانه څلور مياشتې وړاندې د غور ولايت له تولک ولسوالۍ څخه فيروز کوه ښار ته راغلې وه. خو اوس د بې وزلۍ له امله چې د طالبانو حکومت یې اصلي لامل دی، خپل دوه لمسیان یې د خرڅلاو لپاره ایښي دي.

فقر او لوږه د نورو بدبختیو تر څنګ د دې لامل شوې چې یو شمېر کورنۍ خپل ماشومان په ځانګړې توګه خپلې لوڼې وپلوري.

د جګړې له امله رامنځته شوې بې وزلۍ ډیری کورنۍ دې ته اړ کړي چې یا په کم عمر کې خپلې لوڼې ودونه وکړي یا یې وپلوري.

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي