برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

سعودي عربستان غواړي په افغانستان کې رول ولوبوي

آریانانیوز: د سعودي د استخباراتو پخوانی مشر ترکي الفیصل وايي، د نړیوالو مکلفیتونو د پوره کولو لپاره باید لومړی پر طالبانو فشار راوړل شي، بیا په رسمیت وپېژندل شي.


ترکي الفیصل د افغانستان په اړه په خپله تازه وینا کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان ته شا نه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو او د ښځو د بشري حقونو د رعایت او د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د نه استفادې پر تضمین تمرکز وکړي.

د هغه په وينا، سعودي عربستان هم غواړي چې د طالبانو له خوا د نړيوالو ژمنو په منلو کې خپل رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه چې سعودي عربستان په افغانستان کې د امریکا ځای نه شي نیولی. ځکه چې د هغو مرستو توان نه لري چې امريکا له افغانستان سره کوله.

شریک یي کړئ!