برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

روسیې د پنجشیر د مقاومت جبهې ته د وسلو استول رد کړل

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د مقاومت جبهې ته وسلې استول شوې دي.


ماریا زاخارووا ویلي چې د جګړې ښکېلو غاړو ته د وسلو لېږل به په افغانستان کې د وضعیت له ثبات سره مرسته ونه کړي. بلکې برعکس، دا به د افغانانو ترمنځ اختلافات لاپسې زیات کړي، چې کیدای شي د قومي شخړو پر سر د کورنۍ جګړې لامل شي.

ځینو امریکايي کارپوهانو ادعا کړې چې روسیه د پنجشیر د مقاومت جبهې ته تجهیزات استولي دي.

دغه جبهه په پنجشېر کې د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود تر قوماندې لاندې جوړه شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي