برخه -څانګه : afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د یوې کورنۍ څلور ماشومان تر ټانګ لاندې وژل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی امنیتي چارواکي وايي، د لوګر ولایت مرکز پل علم کې د ملي اردو یو سرتیري ۵ ماشومان په هاموې ټانګ وهلي، چې ۴ ته یې ځای پرځای وژل شوي او یو بل ټپي دی
د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا ویاند احمد شکیل تسل ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې دا پېښه پرون د چهارشنبې په ورځ(۱۸ چنګاښ) د کابل ـ لوګر پر لویې لارې د پل علم اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده
نوموړی زیاتوي، د پېښې په تړاو یې د ټانګ چلوونکی نیولی او تحقیقات یې پیل کړي دي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، چې د ملي اردو عسکر د ډیر سرعت له کبله د خوراکي توکو یو دوکان باندې خپل هاموې ټانګ ور دننه کړی، چې په ترڅ کې یې د مالي زیان ترڅنګ په دوکان کې موجود ۴ ماشومان ځای پرځای وژل شوي او یو بل ټپي دی، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د ډیر سرعت او بې احتیاطۍ له کبله ملکیان او د هغوی وسایط تر ټانګونو او رینجرونو لاندې پایمالوي، بلکې تردې وړاندې هم د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد په مختلفو ولایاتو کې دولتي عسکرو ورته پېښې او حوادث کړي، چې تراوسه یې عاملین نه دي مجازات شوي
د شنونکو په باور په دولتي عسکرو او پولیسو کې د نشه یې توکو زیات استعمال او بې احتیاطي ددې لامل کیږي، چې زیاتره وخت دولتي وسایط د ملکي خلکو موټرونو سره ټکر کوي او ځینې وخت مستقیما خلک د ټانګونو او رینجرو تر ټایرونو لاندې کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي