برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دلوګر د والي مرستیال ووژل شو

د لوګر امنیه قومنداني وايي د دې ولایت د والي مرستیال قمر الدین شکیب د طالبانو په مخامخ برید کې ووژل شو.



د لوګر امنیه قومندان عصمت الله علیزي ویلي، نن ماسپښين دوه بجې د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو، چې ځای پر ځای ووژل شو.
د سرچينې په وینا له هغه سره يې یو ساتونکی وژل شوی او د ولایت ویاند سلیم صالح ټپي شوی دی.
طالبانو هم د برید پخلی کړی او ويلي يې دي، چې د لوګر مرستیال والي يې په مخامخ برید کې وژلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د مرستیال والي تر څنګ محاکمو د رییس په ګډون د اتو پولیسو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
مجاهد زیاتوي په برید کې څلور تنه مرګوني ټپیان شوي دي.
د طالبانو بل ویاند قاري یوسف احمدي د والي د ویاند سلیم صالحي د مرګ پخلی هم کړی دی، چې په وینا يې له سختو ټپونو وروسته يې سا ورکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي