برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د یمن پر بیلابیلو سیمو باندی دسعودی تیریګرائتلاف دجنکی الوتکی بمبارې

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو بیګا څو ځله د یمن په مارب ، صعده ، حجه او الجوف ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې وکړې
د سعودي عربستان جنګي الوتکو په مارب ولایت کښې په مجزر سیمې دوه ځله ، په مدغل الجدعان سیمې شپږ ځله اود صرواح په خوا کښې په نجد العنق سیمې اته ځله بمبارې وکړې .
د سعودي عربستان جنګي الوتکو د یمن په صعده ولایت کښې د کتاف په خوا کښې په الفرع سیمې هم څلور ځله بمبارې وکړې .
د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز بیګا د حجه ولایت په حیران سیمې درې ځله بمبارې وکړې .
د سعودي عربستان جنګي الوتکو دغه راز په الجوف ولایت کښې په المطعه ښار دوه ځله او په خب الشعف ښار یوځل بمبارې وکړې .
بل خبر دا چې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحاضري وویل د ساري ناروغیو او د ناوړه خواړو په دلیل په هرو پینځودقیقو کښې د یمن یو ماشوم وژل کیږي .
هغه په یمن کښې انساني شرایط کړکیچن وبلل او د سعودي عربستان په ائتلاف یې غږ وکړ چې د دغه هیواد کلابندۍ ختمه کړي .
دیمن طبي سرچینو ویلي دي په تیرې مي میاشت کښې په عدن ښار کښې کابو دوه زره (۲۰۰) ښاریز د کورونا په شمول د ساري ناروغیو له کبله مړه شوي دي .
یوازې وړمه ورځ د یمن په عدن ښار کښې د ډینګي تبې ، د کرونا ویروس او د مالاریا په شمول د ډول ډول ساري ناروغیو له کبله یوشپیته کسان مړه شوي وو .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي