برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کومانډو ځواکونو پر مرکز برید

آریانانیوز: د دفاع وزارت وايي، چې په چهارآسیاب کې موټربم برید د ملي اردو څلور سرتیري وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
کابل کې د کومانډو ځواکونو پر مرکز برید کې ۴ سرتېري وژل شوي
له دغه وزارت څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې برید د پنجشنبې په ورځ (وږي/سنبله ۲۱مه) له غرمې وروسته څه کم یوه بجه شوی دی.
د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس، بریدګر له مارسیډیز ډوله موټر څخه په استفادې په کابل کې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو نظام قراول په نښه کړی دی.
د دغې قول اردو ویاند ډګرمن عبدالغفار نورستاني ته وویل، چې دا برید، د چهارآسیاب ولسوالۍ په ریشخورو سیمه کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو د مرکز د نظام قراول په مخ کې شوی دی.
د برید مسولیت طالبانو منلی او د اردو عسکرو ته یې د درنې مر‌ګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي