برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د کمپاین عسکرو دیني عالم ووژل

آریانانیوز: تيره شپه د خوست ولایت مرکز اړوند د مړدیخیلو سیمه کې د کمپاین ځانګړو ځواکونو و دیني عالم “مولوي فضل الرحمن”وژلی دی
د “مولوی صاحب فضل الرحمن” يو ورور “همت”د ملي اردو افسر ده، بل ورور يې د کلي د ځوانانو شورا رئیس او پلار يې قومي مشر دی
د فضل الرحمن ورور همت په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې “ورور یې راته شهید کړ
د مولوي فضل الرحمن “فضلي” په مړینه کلیوال ډیر غمجن دي د مرديخیلو کلي مشرانو، علماوو او ځوانانو نه یې جدي غوښتنه کړي ده چې ددې پيښې په وړاندې شديد غبرګون وښايې او دا قضيه تر اخيره تعقيب کړئ
کمپاین عسکر هغه ځانګړی ځواک دی چې په خوست،پکتیا او پکتیکا کې میشت دي او د امریکایي ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي، افغان دولت کنټرول نه ورباندي لري او قومانده، اسلحه او معاش مستقیماً د امریکایانو له طرفه ورکول کیږي
د کمپاین عسکر په هدفي وژنو او په کورونو کې د ملکیانو په وژلو تورن دي، خو د دوی د خپلو عملیاتو په اړه د افغانستان او نړیوالو رسنیو سره هیڅ کله معلومات نه دي شریک کړي

شریک یي کړئ!