برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل – شمال لویه لاره سالنګ کې هم تړل شوې

د کابل – شمال لویه لاره د سالنګ په شمالي اړخ کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.


د لویې لارې مسافر وايي، چې د دوستم پلویانو په بغلان کې دغه لویه لاره تړلې ده، خو هغوی دا خبرونه ردوي.
د بغلان د ولایتي شورا غړی اسدالله شهباز وايي دغه لویه لاره د ډېرې خرابۍ له امله خلکو پخپله په اعتراضي ډول تړلې ده.
هغه وايي له کلونو راهیسې يې پر دولت د لارې د سمولو غږونه کړي دي، خو چا نه دي اورېدلي.
د سالنګونو مسؤلینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د دوستم پلویانو د قیصاري د خلاصون په غبرګون کې دغه لویه لاره سمنګانو کې هم تړلې وه.
حکومت د دوستم نږدې کس او د اربکیانو مشر نظام الدین قیصاري نږدې لس ورځې وړاندې ونیو، چې په غبرګون کې يې په فاریاب، جوزجان، سمنګان او بلخ کې د خلاصون لپاره لایونونه روان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي