برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۹ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سالنګ لويه لار د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

آریانانیوز: دیوراورپپه اسا س د پروان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د واورې د پرله پسې ورښت له امله د سالنګ لويه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.


د سالنګ ولسوال صابر احمدي وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې په سالنګ کې سخته واوره ورېږي او توفان هم دوام لري.
هغه وايي چې د ترافيکو پېښو د مخنيوي په موخه له چهارشنبې ورځې راهيسې د سالنګ لويه لار د بار وړونکو موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سوېلي سالنګ کې تر اوسه له ٦٠ سانتي متره ډېره واره شوې ده.
ده له موټر چلوونکو غوښتنه وکړه چې له دې لارې څخه د تېرېدو پرمهال ځانونه په ژمنيو وسايلو سمبال کړي.
د سالنګ لويه لار پلازمېنه کابل له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي