برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دسختو واروپه خاطر د سالنګ لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوې

آریانانیوز: د سالنګ لویه لار د سختې واورې ورېدو له امله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.


د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر عبدالبصیر حبیبي وویل، په سالنګونو کې له تېرې شپې راهیسې سخته واروه ورېږي او یاده لویه لار اوس له دواړو لورو د بار وړونکو موټرو «۴۰ فوټه ټېلرونو» پر مخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، په سوېلي سالنګ کې د واورې اندازه ۲۰ سانتي متره ده او په شمالي سالنګ کې ۱۵ ساتنې واوره له سخت توفان او ۱۱- درجې سړې هوا سره جریان لري.
نوموړي وايي، د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په پشه سرخ سیمه او د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملخان په سیمه کې لسګونه بار وړونکي لوی موټر ولاړ دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر وسایلو سمبال مسافر وړونکي کوچني موټر د سالنګ له لویې لارې څخه تېرېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي