برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پراختيايي بودجې د کم مصرف له امله د پنځو وزیرانر استیضاح

آریانانیوز: دا ولسی جرګې مالي او بودجوي کمیسیون وايي دوی هوډ لري چې راتلونکې اوونۍ کې د ټولګټو، له مخده موادو سره د مبارزې، مخابراتو او ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ او عدليې وزارتونو وزیران استیضاح کړي.


د ولسي جرګې غړي وايي، د تېر مالي کال د پراختيايي بودجې له منځه تر ۷۰ سلنه هم ښکته لګول شوې او نوره مصرف شوې نه ده.
په ورته وخت کې د ماليې وزارت په خپرو کړو معلوماتو کې وايي، چې د روانې میاشتې تر ۲۶مې پورې د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه لګول شوې، چې د تېر کال په پرتله خورا ډېره مصرف شوې ده.
تر دې وړاندې په ۱۳۹۵ل مالي کال کې ولسي جرګې د بودجې د ناکافي لګښت له امله اوه وزیران صلب صلاحیت کړل، خو پرېکړه يې ونه منل شوه او بیا يې هم خپلو دندو ته دوام ورکړ.

شریک یي کړئ!