برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دولسی جرګې نویو نوماندانو

آریانانیوز: دیوراپورله مخی ولسی جرګې له نویو نوماندانو څخه د خپل رئیس ټاکلو لپاره نن د سې شنبې په ورځ په دوهم پړاو کې رای ورکوی.



وروسته له څلور ورځنی جنجاله، په‌دې جرګه کې د پرونۍ رایو په نتیجه کې په تېرو انتخاباتو کې یوه ناندریزه رایه باطله اعلان شوه.
د ولسی جرګې مؤقت رئیس محمد عالم ساعی د رای اچونې په پای کې وویل چې هېڅ‌څوک د لومړی پړاو ګټونکی نه‌دی: “د کورنیو دندو د اصولو د اتمې مادې له مخې هېڅ‌څوک په لومړی پړاو کې نه‌دی بریالی شوی، نو د کورنیو دندو د اصولو پر اساس موږ او تاسې له خیره د انتخاباتو د دوهم پړاو پر لور ځو.”
همدا راز د ولسی جرګې په پرونۍ غونډه کې ملک قیس نور د نوی رئیس تر ټاکل کېدو پورې د ولسی جرګې مؤقت رئیس وټاکل شو.
په لومړی پړاو انتخاباتو کې میر رحمان رحمانی او کمال ناصر اصولی سیالی وکړه چې په نتیجه کې میر رحمان رحمانی ۱۲۳ رای وګټلې.
۱۲۴مه رای په دې دلیل باطله شوه چې پر پاڼه یې اضافی نقطه ایښودل شوې وه او د لانجې لامل شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array