برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که زه استیضاح شوم بازار نسکوریږی

آریانانیوز: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ولسی جرګې کانګرس لخوا د خپلې استیضاح (Impeachment) داحتمال د زیاتیدا په اړه د رسنیو ګونګوسو ته غبرګون وښود او ادعا یې وکړه که چیرې زه استیضاح شوم نو د امریکا بازار به نسکور شی.


هغه له فاکس نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په سپینې ماڼۍ کښې د خپل شتون په وخت خپله کاری کارنامه ډیره بریالۍ وبلله او ادعا یې وکړه زما په استیضاح سره به دامریکا خلک بې وزله شی .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د پخوانی وکیل له اعتراف او دهغه د انتخاباتو د کمیټۍ دپخوانی مشر له مجرم پیژندل کیدا وروسته د ټرمپ د استیضاح په اړه ګونګوسې بیخی زیاتې شوی دی .
په ۲۰۱۶ میلادی کال کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو د کمیټۍ پخوانی مشر پال منافورټ (Paul Manafort) دویرجینیا ایالت په محاکمې کښې محاکمه شو او د مالیاتو او دبانکی درغلۍ په باره کښې په اتو (۸)لګیدلیو تورونو کښې محکوم شو .
دامریکا ولسمشر ټرمپ ته دوهم(۲) ګوزار هم په همدې ورځ ورکړل شو چې د مانا فورټ(Paul Manafort) له محاکمه کیدا سره په یووخت دهغه پخوانی وکیل مایکل کوهن(Michael Cohen) دنیویارک محکمې ته ورغی او د بانکی غلا او له مالیاتو د تښتې په شمول په اتو(۸) جرمونو یې اعتراف وکړ .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي