برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دامریکا د شتون موخه د صلیبی جنګ په څيردجنګونو دوام دی

آریانانیوز: دیورپورټ له مخی د ولسی جرګې غړي نذیر احمدحنفي په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي ، امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي،بلکې دامریکا او لویدیځ موخه،مسلمان وژنه او په دغه هیواد کې د صلیبي جنګونو په څير د یوه جنګ رامینځةکول دي او هرڅومره چې په دغو جنګونو کې دافغانستان خلک ووژل شي نود یهود اونصارا په ګټه ده .
د ولسی جرګې دغه غړي په دوام کې په هیواد کې دسولې بهیر ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، په دغه بهیرکې دوه اساسي مشکلات شته یو ئې دا چې داخلي ا جماع نشته او له بل پلوه دسولې په باب د طالبانو او دکابل حکومت په دریځونو کې ډير واټن هماغه راز شته دی .
د ولسی جرګې زیاتره غړو هم په دغه هیواد کې د تش په نامه سولې د رامینځةکولو لپاره د امریکائي چارواکو سلامشورې چټي اوبې نتیجې بللي دي .
امریکا او طالبانو څلور میاشتې مخکې په قطر کې د سولې یوه موافقه لاسلیک کړې ، خو دغه موافقه نه یوازې په اهیواد کې د جنګ جګړود کمیدا لامل شوي نه ده،بلکې ددغو جنګونو داوور لمبې ئې نوره هم زیاتې کړي دي.

شریک یي کړئ!