برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له ماشومانو څخه دملاتړ قانون

آریانانیوز: په ولسی جرګې کې د ماشومانو له حقوقو دملاتړ لومړنی قانون چې دولسمشر اشرف غنی له خواوړاندې شوی ؤ ، تصویب شو .


راپورښئ داشرف غنی دوهم مرستیال په دغې غونډې کې چې په کابل کې دماشومانو له حقوقو دملاتړ دقانون دمعرفی کولو لپاره رترسره شوی ، په افغانستان کې ئې د ماشومانو له حقوقو د ملاتړ قانون دسیمې دهیوادونو په سویه یو تر ټولو جامع قانون وبالۀ او وې وئیل ، په دغه قانون کې له ماشومانو سره اړونده درست حقوقی اړخونه په نظر کې نیول شوی دی .
محمد سرور دانش وئیلی دی د سالمې ښونې اوروزنې ،دماشوم د نفسیاتی اوبدنی سلامتیا او صحت ،د ماشومانو په وړاندې د والدینو او حکومت دمسئولیّت مشخص کولو لپاره د زمینو برابرول ددغه قانون مهمې موخې دی .
دماشوم اساسی حقوق،دپرکوَټو ماشومانو توانمول ، ټولنیز خیال ساتل ، کلتوری وده ، دکارکونکو ماشومانو خیال ساتل،داقتصادی مریَتوب به وړاندې دماشومانو ملاتړ، دماشومانو پیرپلور اوقاچاق ، له ماشومانو دناؤړه جنسی استفادو او غیر اخلاقی چارو په وړاندې له ماشومانو ملاتړ نور هغه موردونه دی ، چې د افغانستان د ماشومانو له حقوقو دملاتړ په قانون کې ورځای شوی دی .
په افغانستان کې جنګ اوناکرارۍلامل شوی دی،څلورڅلویښت فی صدی ماشومان ښونځیو ته له تلو محرومه شی،چې دغه شمیرکابو درې میلیون او اوه لکه ماشومانو ته رسیږی . دملګروملتو مرستیالۍ ددفتر د راپور په اساس ، یوازې په ۲۰۱۸کال کې په افغانستان کې په مختلفو حملو اوبم چاودنو کې کابو څلور زره عام افغانان وژل شوی دی چې په هغو کې کابو نهه سوه اوه ویشت ماشومان هم شامل دی .

شریک یي کړئ!