برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا دافغانستان په امنیت کښې ناکامه ده

آریانانیوز: د ولسی جرګې دمشر لومړی مرستیال «همایون همایون» وویل امریکا په افغانستان کښې په تیرو نولسو (۱۹)کلونو کښې نه ده توانیدلی په دغه هیواد کښې امنیت ټینګ کړی.


هغه ټینګار وکړ په افغانستان کښې د پارلمان د انتخاباتو ددرې(۳) کاله ځنډیدا علت د کابل د حکومت ناکارندوالی نه دی بلکې اصلی دلیل یې د امریکا د عسکرو ناتوانی ده .
د ولسی جرګې دمشر لومړی مرستیال همایون همایون له درې(۳) کاله ځنډ وروسته په هیواد کښې په اکتوبر میاشت کښې د پارلمان د انتخاباتو ترسره کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ دغه انتخابات د سترو قدرتونو د لاسوهنو په خاطر له درغلۍ ډک وو او ولسمشر اشرف غنی ونه توانید چې نوی پارلمان پرانیزی .
د پارلمان انتخابات له درې(۳) کاله ځنډ وروسته د ۲۰۱۸ میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې په ۲۸ نیټه ترسره شوی وو.
له اساسی قانون سره سم پارلمان باید د ۲۰۱۹ میلادی کال د مارچ په ۶ نیټه خپل کار پیلولی خو تراوسه دغه چاره نه ده ترسره شوی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي