برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو کمیسون د دفتر دروازه تړل

د غزني اوسېدونکو په دې ولایت کې د ټاکنو کمیسون د دفتر دروازه قلف کړه.



دوی چې له څو ورځو راهیسې يې په دې ولایت کې د ټاکنیزو هڅو لپاره له یوه قومه د کارکوونکو ګمارنه، غندله؛ نن پر دې وتوانېدل چې د ټاکنو کمیسون دفتر وتړي.
د غزني اوسېدونکو د ټاکنو د ولایتي کمیسیون مخې ته له څو ورځو راهیسې د تحصن خېمه وهلې وه او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون نه يې غوښتنه کوله چې ټاکنې حوزوي شي.
یو تن قومي مخور معلم عبدالرازق وايي، د ټاکنو کمیسیونو لپاره شوې ګمارنې عادلانه نه دي، دوی به تر هغو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې تر څو يې غوښتنې منل شوې نه وې.
یو بل تن اسماعیل اخندزاده وویل، دوی ځکه دا دفتر وتاړه، چې د دوی اعتراضونو ته څوک پام نه کوي، هغه وايي د دوی غوښتنې دا دي چې د ګمارل شویو کسانو په اړه دې بیا کتنه وشي او پر تذکرو دې سټېکر نه لګول کېږي.
دوی چې له ځانونو سره په لیکلو شعارونو کې دا ټاکنې هم د تېرو ټاکنو په څېر ترخه تجربه بولي، ټینګار کوي چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو پخپله هم ټاکنو کې ګډون نه کوي او نور به هم ګډون ته پرې نه ږدي.
په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې د ارګ په ګډون ګڼ لوړپوړي چارواکي د نوم لیکنې سستې پروسې اندېښمن کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي