برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د يو کانديد په موټر چاودنه

آریانانیوز: په خوست ولايت کې د ولسي جرګې د يو نوماند په موټر بمي چاودنه شوې ده چې له امله يې څو تنه کمپاينران ژوبل شوي دي.


د نوماند عبدالولي اخلاص د پلويانو په موټر هغه مهال چاودنه وشوه چې کله دوی په ښار کې د نوماند له پاره د اعلاناتو او عکسونو لګولو له پاره راوتلي وو.
د خوست د والي وياند وايي چې دغه چاودنه د خوست ښار پروژې پل ته نږدې شوې ده چې له امله يې د نوماند عبدالولي څو تنه کمپاينران ژوبل شوي دي.
د پيښې عينې شاهدان وايي چې چاودېدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځای په ځای شوي وو چې د نوماند موټر باندې وچاودېدل.
ددغې پيښې مسؤليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې په دې وروستيو کې نا امني او جګړې زیاتي شوي دي، چې له امله به يې په دغه ټاکنيز بهير کې هم ډېر نوماندان له مرګ ژوبلې سره مخ شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي