برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د هراړخیزی او بېړني اوربند غوښتنه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د وري پر لومړۍ نېتې اروپایي ټولنې په کابل کې د دې تولنې د سیمه ییزو مشرانو د هوکړې له مخې له ځنډه پرته د هر اړخبز اوربند غوښتنه وکړه
په اعلامیه کې راغلي؛ د اروپايي ټولنې دا غوښتنه د ملګروملتونو د عمومي منشي له هغه ټینګاره راپورته شوې، چې په افغانستان کې یې د جګړې د درولو غږ را پورته کړ.
د اعلامیې له مخې؛ کرونا ویروس ټول افغانان ګواښي او دې ته نه ګوري، چې دا ښځه ده او که نرینه؛ ځکه، نو د دغې ناروغۍ پروړاندې ګډه دریدنه او ټینګار د وخت غوښتنه ده
دوی دا ټینګار هم کړی، چې د جګړي دوام د نړیولو مرستو مخنیوی کوي او په دې اړه هڅې هم ورسره زیانمنیږي
په پای کې څرګنده شوې، چې په نړۍ کې د جګړې ډېرو اړخونو د جنګ پر دریدو هوکړه کړې او هر څوک، چې د زړه له کومي د افغانانو خوندیتوب غواړي؛ باید په رښتیني توګه او له ځنډ پرته په پراخ تندي دا غوښتنه ومني.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي