برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ننګرهار امنيت ساتلو مسووليت د ملي د ملي اردو ځواکونو ته سپارل

آریانانیوز: د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، له نن څخه وروسته د جلال اباد ښار امنيت د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو او نور ځواکونه به يې هم ملتيا کوي.



دوی وايي، دا پرېکړه په جلال اباد کې د وروستيو ترهګريزو بريدونو له رامنځته کېدو وروسته د خلکو د ژوند خونديتابه په موخه شوې ده.
روان کال په دغه ښار کې نږدې لس لويې ډله ييز بريدونه شوي، چې تر ټولو وروستی هغه يې تېره ورځ د دغه ولايت د کډوالو چارو پر رياست ډله ييز بريد و.
په دغه بريد کې چې پرون غرمه شاوخوا دولس بجې پيل او د مازيګر تر ۵ بجو او ۱۵ دقيقو يې دوام وکړ، د يوې مېرمنې په ګډون په کې ۱۵ کسان ووژل شول او د دوو مېرمنو په ګډون په کې ۱۵ نور ټپیان شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د وروستيو امنيتي پېښو له امله د ننګرهار والي د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له قوماندان سره په ګډه پرېکړه وکړه، چې د ښار امنيت به ملي اردو ځواکونه ساتي.
هغه د ننګرهار د والي له قوله پژواک ته وويل: ((د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسیدونکي په توګه را ته نور د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د قناعت او منلو وړ ندی،په همدې موخه مو د قول اردو قوماندانۍ په همکارۍ د جلال اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر ونیول، امید لرم،چې موږ به په وروستیو تدابیرو سره د ښار وضعیت کې د پام وړ بدلون رامنځته کړو.))
په همدې حال کې د نظر خاوندان ملي اردو ته د امنيت سپارلو ترڅنګ غوښتنه کوي، چې دلته دې چاڼيز عمليات هم پيل شي، څو دلته موجود وسله وال هم ختم شي.
د چارو کارپوه همايون امان وويل، ملي اردو ته د امنيت په سپارلو یواځې کار نه کیږي، وسله وال همدلته خوندي ځایونه لري. بايد چاڼيز عمليات هم پيل شي.
هغه زياته کړه: ((ټول قطعات ورپسې بايد راوويستل شي، کور په کور، سرای په سرای، مارکيټ په مارکېټ او کوڅه په کوڅه تالاشي، پيل شي او هر ځای ورپسې ولټول شي، دوی له ولسواليو د بريد لپاره نه راځي همدلته په ښار کې تيار موجود وي.))
عام خلک هم خوښ دي، چې د ښار امنيت د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوی، ځکه دوی وايي، ملي اردو په افغانستان کې يواځينی ارګان دی، چې له زړه کار کوي.
د ښار يو اوسېدونکي عابدالله پژواک ته وويل، مخابراتو چوک چې د کابل اډه وه، د ملي اردو سرتېري په کې توظیف شوي نه په کې د لاین موټر شته او نه هم په کې څوک هسې ودرېدو ته پریږدي.
ښاريان هم ملي اردو ته د امنيت سپارلو ترڅنګ د پراخو چاڼيزو عملياتو د پيل غوښتنه کوي او وايي، هېڅ ځای بايد له تالاشۍ پاتې نه شي.
په جلال اباد ښار کې ملي اردو ته د امنيت سپارلو او بيا دلته د وسله والو د موجوديت اندېښنې په داسې حال کې غبرګېږي، چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت والي حيات الله حيات له رسنيو سره په خبرو کې ومنله، چې د ښار په ګډون بېلابېلو ولسواليو کې طالب، داعش او حتی د القاعدې ډلې وسله وال موجود دي. اردو ځواکونو ته سپارل

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي