برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوزول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د فراه د مرکز اړوند تیوسک سیمه کې د بنفشه په نوم د نجونو یو ښوونځی ناپیژاندو وسلوالو په بمونو الوزولی.



د فراه ولایت د پوهنې ریس محمد عظیمي د پیښې پخلی وکړ او زیاته کړه چې د بنفشې په نوم ښوونځی تېره شپه ناپیژاندو کسانو په بمونو الوزولی.
که څه هم تردې دمه د پیښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه ندی اخیستي، خو د فراه ولایتي شورا غړي وایي چې، لدې وړاندې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی المنکر ډلې څو ځلې د دغه ښوونځي د تړلو ګواښ کړی و.
دا مکتب د فراه ولایت د مرکز اړوندو تیوسک سیمه کې موقیعت لري چې کابو (۵۰۰) نجونې پکې زده کړه کوي.
د فراه د ولایتي شورا غړي شاه محمود نعیمي او داد الله قانع وویل چې، دغه ښوونځي ته څلور میاشتې وړاندې هم د ناپیژاندو کسانو لخوا اور اچول شوی و او زیاتوي چې لدې وړاندې وسلوالو مخالفینو د یاد ښوونځي د تړلو ګواښونه کړي و.
دا په داسې حال کې دي چې پدې وروستیو ورځو کې د پوهنې وزیر په واشنګټن کې د ای-سي-ډبیلو ټولنې د «تعلیم په تمه نه پاتې کیږو» سیمنار کې وویل چې، د سیمه ییزو مشرانو په مرسته له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي یو چې د دغه ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې د ښځونځیو ته زده کوونکو د تللو مخالفت نه کوي.
وزیر دا هم وویل چې، د دغې هوکړې پر بنسټ نجونې د ابتداییه دورې تر پایه کولای شي زده کړې وکړي، او طالبانو هم دغه راز ژمنتیا لري څو نجونې وشي کولی په راتلونکې کې متوسطه دورې پورې زده کړې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي