برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مولانا سمیع الحق سعودی ضد څرګندونی

آریانانیوز: د راپور په اساس، سمیع الحق له وژل کیدو وړاندی؛ د یمن د مظلومو مسلمانانو په نسل وژنه کی د آل سعود د جنایتونو په غندلو سره، عربستان د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړئ ؤ.


د پاکستان د جماعت علمای اسلام مشر ویلی ؤ؛ آل سعود پداسی حال کی ځان خادم الحرمین بولی، چی د ښځو او ماشومانو په شمول؛ د فلسطینی مسلمانانو په وژله کی د صهیونیسټی رژیم د تیریګرو او ځپونکو سیاستونو په خدمت کی دئ.
سمیع الحق زیاته کړه: بن سلمان؛ د مسلمانانو د وحدت او یووالی لپاره د هڅی کولو پرځای، په سیمه کی د امریکی د پراختیا غواړو او زور ویونکو سیاستونو په لاره کی د ښه خدمت کولو په حال کی دئ.
سمیع الحق له خپلو دغو څرګندونو څخه دوی ورځی وروسته، د تیری جمعې په ورځ په یو شکمن اقدام کی، پخپل کور کی ووژل شو.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه ترور پړه نده منلې.
په عین حال کی د یو شمیر رسنیو د راپور په اساس، داعش ډلې د سمیع الحق د ترور مسؤلیت په غاړه اخیستئ دئ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي