برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مور د شيدو خوړل ماشومان له بېلا بېلو ناروغیو ژغوري

آریانانیوز: د بدخشان روغتیايي چارواکي وايي، ځينې کورنۍ د مور شېدو د ګټو په اړه د نه پوهاوي او غلطو رواجونو له امله ماشومانو ته شيدې نه ورکوي چې دا په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د رامنځته کېدو لامل ګرځي.


د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګهر په فیض اباد کې ماشومانو ته د مور شیدو ورکولو اوونۍ په نمانځغونډه کې وویل، ماشومانو ته د مور شیدو نه ورکول د خوارځواکۍ یو لامل دی.
نوموړې زیاته کړه، د روغتیايي کاروکوونکو له نظره یادې خبرې ته د کورنیو نه پاملرنه د اندېښنې وړ ده او په بدخشان کې تېره یوه میاشت د خوارځواکۍ ناروغۍ شاوخوا ۴۰ ناروغان ولایتي روغتون ته ور وړل شوي دي.
د هغې په خبره، په داسې حال کې چې د ماشومانو د خوارځواکۍ یو لامل د مورنیو شیدو نه خوړل دي؛ خو یو شمېر میندې د ناسمو رواجونو له امله ماشومانو ته شیدې نه ورکوي.
نوموړې وویل: ((موږ له ټولو دینې عالمانو او رسنیو غواړو چې د جوماتونو او منبرونو له لارې کورنیو ته د مور شیدو د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي؛ څو ټولنې ته روغ او سالم ماشومان وړاندې کړي.))
د بدخشان مرستیال والي اختر محمد خیرخواه وویل، د نننۍ نړۍ شعار «د مور د شیدو خوړل د ژوند اساس دی» دي؛ خو یو شمېر کورنۍ ماشومانو ته د مور شيدې نه ورکوي او له پوډري شيدو څخه استفاده کوي.
په بدخشان کې د نړیوال روغتیايي سازمان مسوول ډاکتر اسدالله نعیمي د مور شیدې قوي واکسین وباله چې ماشومان له ناروغیو ژغوري.
د هغه په خبره، په داسې حال کې چې ماشومانو ته د مور د شیدو ورکول د ماشوم او مور تر منځ د مهربانۍ اړیکې جوړوي خو ځینو ماشومانو ته په ښه ډول خوراک نه ورکول کېږي.
د فیض اباد ولایتي روغتون سرطبیب حبیب الرحمن حاذق وویل، ماشومانو ته د شیدو ورکول میندې د سینې له سرطان څخه ژغوري او د مور د وینې غوړ له منځه وړي.
هغه زیاته کړه، د پوډري شېدو کارول سربېره پر دې چې د ماشوم په فزیکي او فکري وده منفي اغېز کوي په ماشومانو کې د بېلا بېلو ناروغیو لامل ګرځي او د اقتصادي اړخه هم کورنیو ته زیان رسوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي