برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مجددي زوی: موږ نزاکتاً د چینې نجونو «حرکاتو» ته کېنستو

آریانانیوز: د امریکا د یرغل د کلک ملاتړي حضرت صبغت الله مجددي زوی وايي د چین سفارت کې نزاکتاً د نجونو نڅا ته کېنستي دي.


وړمه ورځ د چین سفارت کې د هغه هېواد د جمهوریت د کالیزې په مناسبت مراسمو ته د ګډ حکومت او مخکیني حکومت ګڼې سیاسي څېرې هم ورغلې وې.
په دې مراسمو کې د محمد محقق، صبغت الله مجددي او انجینر محمد خان تر څنګ عبدالکریم خرم او فصل‌کریم فضل او ګڼو نورو افغان چارواکو او سیاستوالو ګډونو کړی و.
خواله رسنیو کې په دې مراسمو کې د تېر جهاد د مشرانو او ګډونوالو پر ګډون نیوکې شوې او دا يې له جهادي برم سره زیاتی بللی دی.
د خواله رسنیو فعالانو هغه تصویرونه په پراخ پوښښ سره خپاره کړي، چې نیمه بربنډې نجونې د محمد محقق، انجینر محمدخان او صبغت الله مجددي تر مخ تاوېږي را تاوېږي.
د حضرت صبغت الله مجددي زوی ذبیح الله مجددي وايي دوی د مراسمو له څرنګوالي خبر نه و، خو د مراسمو په منځ کې له غونډې نه شوای وتلی.
هغه له بې بې سې سره خبرو کې ويلي، دوی نزاکتاً دې نجونو نڅا ته کېنستل، هغه دا هم نه مني چې ګواکې نیمه بربنډې نجونې نڅېدلې، په وینا يې هغوی «اکروباتیک» حرکات کول.
ذبیح الله مجددي له امریکا غږ سره هم خبرو کې د دوی پر ګډون نیوکه کوونکي افغانان «لږکي» بللي او ويلي يې دي، ټول خلک د دوی ګډون نه غندي.
د حضرت صبغت الله مجددي په ګډون د تېر جهاد ګڼ مخکښ مشران او ګډونوال د امریکايي یرغل له هرکلي کوونکو او له هغوی سره اوږه پر اوږه کارکوونکو څخه دي.
صبغت الله مجددي له امریکا سره د تړون د لاسلیک هم سرسخت پلوی و، چې په نه لاسلیکېدو يې د «هجرت» ګواښ کړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي