برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اشرف غنی یې د لېرې کولو صلاحیت نه لري

آریانانیوز: د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وایي، ولسمشر محمد اشرف غني یې د لېرې کولو صلاحیت نه لري.


سره له دې چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې یوه میاشت مخکي لا له دندې غزل شوی ، خو ښاغلی محقق وايي چې هره ورځ خپل کاري دفتر ته ځي.
د ولسمشر غني د حکم له مخې، د اجرائیه ریاست عزل شوي دوهم مرستیال محمد محقق له رسنیو ته ویلي چې ولسمشر یې د لرې کولو صلاحیت نه لري نو ځکه تل خپل کاري دفتر ورځي.
ښاغلي محقیق ویلي، چېاول یې ولسمشر د لېرې کولو صلاحیت نه لري او دوهم دا چې له اجرائیه ریاست سره په دې برخه کې همغږي نه ده شوې.
اجرائیه ریاست د محمد محقق په اړه صادر شوی حکم ناسنجول شوی او بېړنی کار بولي.
ولسمشر محمد اشرف غني یوه میاشتې مخکې، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقیق لرې کیدو په اړه فرمان صادر او نوموړی یې له دندې کوښه کړ.
بل خوا د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته ویلي، د ښاغلي محقق په اړه حکم اجرا شوی، معاشونه یې قطع شوي، حکومتي امتیازات نه اخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي