برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۱ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

محقق، نور او دوستم بروکسل ناستې ته د اشرف غني په اړه شکایت لیک لېږلی

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله نن په بروکسل کې د ناټو ناسته کې د ګډون لپاره له کابله وخوځېدل.


د «ائتلاف نجات افغانستان» مشرانو دې غونډې ته د محمد اشرف غني او په ټوله کې د روان حکومت په اړه شکایت لیک لېږلی دی.
د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور، د وحدت ګوند مشر محمد محقق چې د اجراییه ریاست مرستیال هم دی او جنرال دوستم چې د اشرف غني لومړی مرستیال او د جنبش ګوند مشر دی، پر دې لیک لاسلیکونه کړي او پر نړیوالو يې غږ کړی چې په غلطه دي.
په لیک کې راغلي، چې په افغانستان کې ستاسې استازي یوازې د حکومت او خصوصاً محمد اشرف غني او تر هغه له راګرځېدلې کړۍ سره ويني، خو له مطرحو څېرو او په خلکو کې له با نفوذه کسانو سره يې اړیکي نشته .
دوی غني ملامت کړی چې د اصلاحاتو په نامه يې د کار خلک له دندو لرې کړي او په وینا يې یوه قومپاله کړۍ ترې را ګرځېدلې ده.
دې ډلې پر نړیوالو غږ کړی چې دې ته مو باید پام وي، چې د سمون، اصلاح او حکومتولۍ په نامه ستاسې هڅې په اوبو لاهو نه شي.
په لیک کې دا هم راغلي چې حکومت په نړیوالو غونډو کې د مرستو د تر لاسه کولو لپاره تش دروغ وايي او خبرې يې د باور وړ نه دي.
دوی د غونډې ګډونوالو ته په لیک کې ليکلي: «موږ د نړیوالو له همکارۍ او قربانیو مننه کو، خو وېرېږو چې خدای ناخواسته تاسې هم د خلکو پر ضد د حکومت په جرمونو کې شریک شي، ځکه حکومت ستاسې د پیسو، سیاسي او پوځي ملاتړ نه په ګټې زموږ د خلکو پر ضد جرمونه ترسره کوي.»
دا په داسې حال کې دی چې د دوستم د یو ټوپکوال د نیول کېدو له امله د شمال په څلورو ولایتونو کې لاریونونه روان دي، لويې لارې تړل شوې او د محمد اشرف غني د تصویرونو په ګډون يې ځينو دولتي تاسیساتو اورونه هم اچول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي