برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دحکومت په وسیله د داعشونو ژغور ل

آریانانیوز: د اجراییه ریاست دویم مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په تازه څرګندونو کې په جوزجان کې له داعشیانو سره د حکومت مرسته غندلې ده.


نږدې دوه اوونۍ وړاندې په جوزجان کې د طالبانو تر بریدونو لاندې داعشیان د حکومتي چورلکو په مټ د جګړې له ډګره خوندي شبرغان ته ورسول شول.
محمد محقق وايي: د حکومت او داعش څه ملګرتیا ده سره، ولې يې ۲۵۰ نفره ارام ځای ته انتقال کړل؟
هغه وویل د طالبانو له ګوزارونو د داعش ساتل د حکومت او داعش ملګرتیا په ډاګه کوي.
که څه هم د جوزجان والي او لوړپوړو حکومتي چارواکو د جګړې له ډګره ویستلي داعشیان دوی ته تسلیم شوي یاد کړل، خو محقق وايي چې له هغوی سره يې ښکاره مرسته کړې ده.
وړاندې تر دې هم د ملي شورا ګڼو غړو او د چارو شنونکو پرلپسې ټینګار کړی چې داعش د افغانستان، پاکستان او امریکا د استخباراتو ګډه پروژه ده.
دوه ورځې وړاندې امریکايي جنرال جوزف ووټل وویل له تسلیم شویو داعشیانو سره به د جنګي اسیرانو په توګه چلند وشي.
دا په داسې حال کې دی چې په ختيځ ولایت کې هم د داعش جګړه مارو د بېخ ایستلو د هڅو خبرونه ورکول کېږي، خو د سیمې اوسېدونکي اندېښنه لري چې د طالب ځواکونو بریا ته په نږدې کېدو سره ښايي بیا حکومت او بهرنیان د داعشیانو مرستې ته را ودانګي.

شریک یي کړئ!