برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ اسفند , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

استاد محقق پاکستان ته ځي

آریانانیوز: د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر او د امنیت او سیاسي چارو په هکله د ولسمشر غني ستر سلاکار، محمد محقق به د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه پلازمېنې، اسلام آباد ته سفر وکړي...


عصمت الله خنجري ، چې د محمد محقق نږدې همکار دی ، وویل چې په کابل کې د پاکستان له سفیر سره د یوې غونډې پر مهال له ښاغلي محقق څخه وغوښتل شول چې پاکستان ته سفر وکړي.

په هرصورت ، د ښاغلي محقق د سفر وخت لاهم روښانه ندی؛ خو عصمت الله خنجري وايي چې دغه سفر د افغانستان د سولې د پروسې ګړندي کولو لپاره دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي