برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسمشر اشرف غني د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محقق د څندی کولو صلاحیت نه لري.

آریانانیوز: د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند ګواښ کوي چې که ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د لېرې کېدو په اړه ورکړل شوی فرمان لغوه نه کړي او د ملي يووالي د حکومت د هوکړې خلاف خپلو کړنو ته دوام ورکړي، نو دوی به د موقت حکومت د رامنځته کېدو په اړه مشورې پيل کړي.
د دغه ګوند سرپرست او د ملي يووالي د حکومت د هوکړې پر عملي کېدو د څار د کمېسیون رئیس محمد ناطقي د جمعې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د ښاغلي محقق لېرې کول هېڅ حقوقي او قانوني اړخ نه لري.ده وویل:
“د ښاغلي محقق لېرې کول د قانون خلاف دی او هېڅ حقوقي بنسټ نه لري او د شوې هوکړې خلاف کړنه ده، استاد محقق د خلکو په میليوني رأیو په دغه نظام او حکومت کې ګډون کړی دی، نو پر دې بنسټ د ښاغلي محقق لېرې کول د قانون خلاف او د ولسمشر له صلاحیتونو نه دي.”
ښاغلی ناطقي وايي، د نظام اوسنی جوړښت د ملي يووالي د حکومت د سیاسي هوکړې له مخې د دوام وړ دی او کله چې يو اړخ له نظامه حذف شي نو بل لوری هم خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.
له دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه رياست هم د ولسمشر د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې د ولسمشر له‌ خوا د محمد محقق لېرې کول د ملي وحدت د روحیې خلاف کړنه ده چې بې‌ ثباتي به را وپاروي.
دا په‌ داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشبنې په ورځ د يوه ځانګړي فرمان په ترڅ کې محمد محقق د اجرائیه ریاست له دوهمې مرستیالۍ لېرې کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي