برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سیمه ییزې اردو لپاره د جلب او جذب کار پیلیدل

د اربکیانو له منځه تګ سره سم، پوځي چارواکو د سیمه ییزې اردو د جوړولو د پلان تطبیق ته مټې را بډ وهلې.


په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي دوی د سیمه ییزې اردو د جلب او جذب لپاره کار پیل کړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼی وايي دوی په لومړي پراو کې په دوو ټولیو کې عسکر ټاکي، چې وروسته به څلور ټولۍ شي او بیا به کنډک ورته فعال کړي.
هغه دعوه کوي چې دغه عسکر به په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د ټینګښت لپاره پر دندو ګمارل کېږي.
د پوځي شنونکو په باور د اربکیانو له ازمایښت وروسته د سیمه ییزې اردو جوړول پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د باور ښکاره ثبوت کېدلی شي.
د دوی په وینا سیمه ییزه اردو یوازې د جګړې د اوږدولو سبب کېدلی شي پر دې سربېره د ملي اردو پر ځواکونو خورا بده اغېزه کولی شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي