برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اربکیانو پر ضد لاریون وشو

آریانانیوز: د تخار د خواجه بها‌‌ءالدین ولسوالۍ سلګونو تنو د اربکیانو د ظلمونو پر وړاندې لاریون وکړ.


لاریون کوونکي چې په مرکز کې د ولایت مقام مخې ته را ټول شوي و، په سیمه کې يې د اربکي قومندان ملک تاتار له چلنده شکایتونه کول.
دوی چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، له سیمې يې د اربکیانو د لرې کېدو غوښتنه کوله.
ملک تاتار چې د عبدالرشید دوستم نږدې کس بلل کېږي، په یاده سیمه کې د اربکیانو له مشرۍ نه په استفادې پر ګڼو جنایتونو تورن دی.
دغه قومندان د خواجه بها‌ءالدین تر څنګ په ماورای کوکچه کې هم خلک وژلي، تښتولي او پراخې ځمکې يې غصب کړې دي.
د اربکیانو پر وړاندې تر دې مخکې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې لاریونونه شوي دي، چې مرکزي حکومت يې اړوند کوم ګام نه دی اوچت کړی.
د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو بنسټ کېښودل شو، چې له پرلپسې وحشتونو وروسته يې تېر کال ځواک صفر ته ښکته شو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي